ایکنانیوز د المناطق له قوله راپور راکړ، د مکې مرستیال امیر سعود بن مشعل بن عبدالعزیز د حِرا کلتوري سیمې د یوې اصلي برخې په توګه د قرآن کریم میوزیم افتتاح کړ او دا میوزیم یو داسې بډائ علمی مرکز دی چې د مکې د حاجیانو او زیارتوالو دیني او کلتوری پوهه به زیاته کړي.
ددغه میوزیم پلانونه او برانیسته په مکې او مقدس مشاعر کې د عربستان د پاچائۍ نظام په څارنې او ملاتړ سره او د یو موټي سسټم په چوکاټ کې ترسره شوې ده او دا ځاي د ماډرن ټيکنالوجیو او پوهې څخه په یوه ترکیب سره کتونکو ته یوه جامعه تجروبه وړاندې کوي.
د حِراء کلتوري سیمې د قرآن په میوزیم کې ، د تاریخي قرآنونو او کم موندونکو نسخو یوه ټولګه ساتل کیږي او ددغه میوزیم برخې او نندارې د قرآن د غونډولو او په مختلفو پړاؤنو کې ئې له اهتمام سره د لیدونکو دبلدتیا لپاره یو فرصت دی.
حِراء کلتوری سیمه له حرِراء غار سره نزدې او پر پیغمبراکرم(ص) د وحي د نازلیدا له ځاي سره نزدې واقع ده او د ؛وحی ؛ نندارتون پشمول مختلفې برخې لري چې په هغو کې کتونکی پر الهی نبیانو باندې د وحی د نازلیدا له داستان او کیسې سره بلدیږی او د حِراء غار ته ننوتل تجروبه کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4269875